سورت 16 · جزء 14

سورة النحل · 16:65

وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ

16-65 او الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې په هغو سره ځمكه راژوندۍ كړې ده د هغې له مرګ نه پس، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې (حق او نصيحت) اوري

تفسیر

او الله تعالی د اسمان له طرفه باران نازل کړی، نو راژوندۍ کړي يې ده په دغه باران سره زمکه په راویستلو د بوټو وروسته له هغې نه چې وچه کلکه وه، یقینا د اسمان له طرفه د دې باران په راوریدلو کې، او په دې باران سره د بوټو په راویستلو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله تعالی په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی خبري اوري او سوچ او فکر پکې کوي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ