سورت 16 · جزء 14

سورة النحل · 16:61

وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَا تَرَكَ عَلَيْهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَٰكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

16-61 او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغهٔ به د دې (ځمكې) پر سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيا به نو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي

تفسیر

او که سزا ورکولی الله پاک خلکو ته د هغوی د ظلم او په هغه باندې د کفر په وجه نو پریښودی به يې نه وای په ځمکه باندې هيڅ یو انسان او نه حیوان چې د ځمکې پر مخ حرکت کوي، خو لیکن هغه پاک ذات وروسته کوي دوی لره نیټې مقرری ته په خپل علم کې، نو کله چې دغه د هغه په علم کې مقرره نېټه راشي دوی نه وروسته کیږي د هغې نه او نه مخکې کیږي د هغې نه، او اګر که لږ وخت هم وي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ