سورت 16 · جزء 14

سورة النحل · 16:58

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ

16-58 او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړى شي د هغه مخ تك تور شي، په دې حال كې چې له قهره ډك وي

تفسیر

او کله چې خبر ورکړل شي یو کس ته د دوی نه په پیدایښټ د لور تک تور شي مخ د هغه د ډیرو بدو ګڼلو د هغه څه نه چې دوی ته پرې زیری ورکړی شوی، او زړه يې د غم او خفګان نه ډک شي، بیا دا الله تعالی ته د هغه څه نسبت کوي چې د خپل ځان لپاره يې نه خوښوي!.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ