سورت 16 · جزء 14
سورة النحل · 16:30
۞ وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۚ قَالُوا خَيْرًا ۗ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۚ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ ۚ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ
16-30 او هغو كسانو ته به وویل شي چې تقوىٰ يې غوره كړې ده: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ هغوى به ووايي: خیر (يې نازل كړى دى). د هغو كسانو لپاره چې په دې دنیا كې يې نېكي كړې ده ؛ نېكه بدله ده او یقینًا د اخرت كور ډېر غوره دى او یقینًا ښه كور د متقیانو دى
تفسیر
او وبه ویل شي هغو کسانو ته چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه: ستاسو رب پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې څه شي رالیږلي دي؟ هغوی جواب ورکړ: الله تعالی ډیر لوی خیر رالیږلی، د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی بندګي يې په ښه ډول کړې ده او د هغه د بندګانو سره يې په دې دنیا کې ښایسته سلوک او تعامل کړی بدلې ښایسته دي، د هغې نه کامیابي او د رزق پراخي ده، او هغه ثواب چې الله تعالی په اخرت کې دوی لره تیار کړی ډیر غوره دی د هغه نه چې دوی لره يې په دنیا کې په تلوار سره ورکړی، او خامخا ډیر غوره دی کور د تقوی کوونکو خپل رب ته په عملي کولو د هغه د حکمونو او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه چې هغه د اخرت کور دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ