سورت 16 · جزء 14
سورة النحل · 16:108
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ
16-108 دا همغه كسان دي چې الله د دوى پر زړونو او د دوى پر غوږونو او د دوى پر سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي
تفسیر
دغه کسان چې د دین نه په اوختلو سره موصوف دي دا هغه کسان دي چې الله تعالی د دوی په زړونو باندې مهر لګولی نو په نصیحت نه پوهیږي، او د دوی په غوږونو یې مهر وهلی نو د فایدې اخیستلو اوریدل پرې نشي کولی، او د دوی په سترګو پردې دی نو هغه نښي پرې نه ویني چې په ایمان دلالت کوي، او هم دوی بې پروا دي د نیکبختۍ او بدبختۍ د سببونو نه، او د هغه عذاب نه چې دوی لره الله تعالی تیار کړی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ