سورت 13 · جزء 13

سورة الرعد · 13:11

لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ

13-11 د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله یو قوم ته د بدۍ (او تكليف رسولو) اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته

تفسیر

هغه پاک ذات لره داسې پرېښتې دي چې ځينې يې په ځينو پسې د انسان پسې کيږي؛ نو ځينې يې د شپې ورته راځي او ځينې د ورځې، د الله په امر انسان له ټولو هغو شيانو ساتي چې الله له هغو خونديتوب ورته ليکلی، ويناوې او کړنې يې ليکي، بېشکه الله د هيڅ قوم ښه حالت په بل حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل ځانونه د شکر له حالت څخه بدل نکړي، کله چې الله پاک د کوم قوم د تباهۍ اراده وکړي؛ نو د هغه څه مخ نيوونکی نشته چې اراده يې کړې ده، تاسو لره ای خلکو! له الله پرته سرپرست نشته چې ستاسو د چارو سرپرستي وکړي؛ چې پناه وروړئ د هغه کړاو په مخنيوي کې چې درته رسېدلی وي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ