سورت 12 · جزء 13

سورة يوسف · 12:96

فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَىٰ وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا ۖ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

12-96 نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده پر مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده، هغه (یعقوب) وویل: ایا ما تاسو ته نه وو ویلي؟ بېشكه زه ( د الله په ښودنې سره) پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ

تفسیر

کله چې دهغه څه خبر ورکوونکی راغی چې يعقوب يې خوشحالوی، د يوسف کميس يې د هغه پر مخ واچوی؛ نو هغه ليدونکی شو، په دغه وخت کې يې خپلو زامنو ته وويل: آيا ما نه درته ويل چې زه د الله له لورېينې او ښېګڼې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ