سورت 11 · جزء 12

سورة هود · 11:24

۞ مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَىٰ وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ ۚ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

11-24 د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او (په مقابِل كې د) لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه ډلې د حال په لحاظ سره برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟

تفسیر

د کافرانو او مؤمنانو د دوو ډلو بېلګه د هغه ړانده غوندې ده چې نشي ليدلی او هغه کاڼه غوندې چې نشي آورېدلی، دغه د هغو کافرانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو وړ حق نشي آورېدلی او نه يې ليدلی شي چې هغوی ته ګټه ورسوي او د آورېدونکي او ليدونکي بېلګه، دغه د هغو مؤمنانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو او ليدلو ترمنځ يوځای والی راولي، آيا دغه دوې ډلې د حالت او صفت له پلوه سره برابرې دي؟! برابرې نه دي؛ نو آيا د هغوی له نه برابرۍ پند نه اخلئ؟!.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ