سورت 11 · جزء 12

سورة هود · 11:114

وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ ۚ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ۚ ذَٰلِكَ ذِكْرَىٰ لِلذَّاكِرِينَ

11-114 او ته لمونځ قايموه د ورځې په دوه طرفونو كې او د شپې په څه ګړیو كې، بېشكه نېكيانې بديانې لرې كوي، دا د ذكر كوونكو (نصیحت قبلوونكو) لپاره نصیحت دى

تفسیر

او په ښه توګه بشپړه لمونځ کوه ای رسوله! د ورځې په دواړو طرفونو کې چې هغه د ورځې پيل او پای يې دي او د شپې په ساعتونو کې يې کوه، بېشکه ښې کړنې کوچني ګناهونه له منځه وړي، دغه ياد شوي د پند اخېستونکو لپاره پند دی او د عبرت اخېستونکو لپاره عبرت دی.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ