سورت 105 · جزء 30

سورة الفيل · 105:2

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ

105-2 ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟

تفسیر

پرته له شکه الله د هغوی بد تدبير په لارورکۍ کې ونړولو، نو هغه څه يې ترلاسه نه کړل چې هيله يې لرله چې هغه له کعبې څخه د خلکو ايسارول وو، او له هغو يې هيڅ هم ترلاسه نه کړل.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ