سورت 10 · جزء 11

سورة يونس · 10:20

وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ

10-20 او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم

تفسیر

مشرکان وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا داسې نښنه نده نازله کړل شوې چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي وي؟ ای رسوله! هغوی ته ووايه: د آيتونو نازلېدل پټ دي يوازې الله پرې پوهيږي، د هغه حسي نښانو انتظار وکړئ چې وړانديز کړې مو دي، زه هم ستاسو سره هغوته له انتظار کوونکو څخه يم.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ