سورة المجادلة

سورت 58 · مدني · 22 آیتونه

58:1جزء 28 · مخ 542

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ1

58-1 یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
58:2جزء 28 · مخ 542

الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْكُمْ مِنْ نِسَائِهِمْ مَا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ ۖ إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنْكَرًا مِنَ الْقَوْلِ وَزُورًا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ2

58-2 هغه كسان چې په تاسو كې له خپلو ښځو نه ظهار كوي (ورته وايي چې ته په ما باندې د خپلې مور د شا په شان يې، نو) دغه (ښځې) د دوى میندې نه دي، د دوى میندې نه دي مګر هغه چې دوى يې زېږولي دي او بېشكه یقینًا دوى یوه خرابه خبره او دروغ وايي او بېشكه یقینًا الله ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى
58:3جزء 28 · مخ 542

وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ۚ ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ3

58-3 او هغه كسان چې له خپلو ښځو نه ظهار كوي، بیا دوى (ماتولو د) هغې خبرې ته راګرځي چې ویلې وه، نو د یو مریي ازادول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي (كور والى وكړي) دغه (حكم) دى، تاسو ته په ده سره پند دركاوه شي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى
58:4جزء 28 · مخ 542

فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ۖ فَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ۚ ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ4

58-4 نو چا چې (مریى) ونه مونده، نو (په هغه) دوه میاشتې پرله پسې روژه نیول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي، نو هغه څوك چې (د دې) توان نه لري، نو (په ده) شپیتو مسكینانو ته خوراك وركول (لازم) دي دا (حكم) د دې لپاره دى چې تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او دغه د الله (مقرر كړي) حدونه دي او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
58:5جزء 28 · مخ 542

إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ كُبِتُوا كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ5

58-5 بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دوى به هلاك كړى شي، لكه چې هلاك كړى شوي وو هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو او یقینًا مونږ ډېرې روښانه نښې (او دلايل) نازلې كړې دي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى
58:6جزء 28 · مخ 542

يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا ۚ أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ6

58-6 (یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، پس دوى به په هغو كارونو خبر كړي چې دوى كړي دي، الله هغه محفوظ كړي دي او دوى هغه هېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه شاهد (ګواه) دى
58:7جزء 28 · مخ 543

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَىٰ ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَىٰ مِنْ ذَٰلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ۖ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ7

58-7 ایا ته نه يې خبر چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، نه وي هېڅ پټه مشوره د درې كسانو مګر هغه (الله) د دوى څلورم وي او نه د پنځو كسانو مګر هغه د دوى شپږم وي او نه له دې نه د كمو وي او نه (له دې نه) د زیاتو مګر هغه له دوى سره وي، دوى چې هرچېرې وي، بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى
58:8جزء 28 · مخ 543

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ ۚ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا ۖ فَبِئْسَ الْمَصِيرُ8

58-8 ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې له پټو مشورو نه منع كړى شوي وو، بیا دوى هغه څه ته راګرځي چې له هغه نه منع كړى شوي وو او دوى د ګناه او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله پټې مشورې كوي او كله چې دوى تا ته راشي (نو) تا ته په هغه (كلمې) سره سلام كوي چې په هغې سره الله تا ته سلام نه دى (مقرر) كړى او دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې وايي: الله مونږ ته په هغه څه ولې عذاب نه راكوي چې مونږ يې وایو، دوى ته جهنم بس دى، چې دوى به هغه ته ننوځي، پس هغه د ورتلو بد ځاى دى
58:9جزء 28 · مخ 543

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ9

58-9 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو په خپل مینځ كې پټې خبرې (او مشورې)، كوئ، نو دګناه كولو او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله یو له بله سره پټې مشورې مه كوئ او د نیكۍ او تقویٰ په هكله یو له بل سره پټې مشورې كوئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ
58:10جزء 28 · مخ 543

إِنَّمَا النَّجْوَىٰ مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ10

58-10 بېشكه (د ګناه) پټې مشورې يواځې د شیطان له اړخه دي، د دې لپاره چې دى هغه كسان غمجن كړي چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دغه (شیطان) دوى ته هېڅ شى ضرر رسوونكى نه دى مګر د الله په اذن (او ارادې) سره او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
58:11جزء 28 · مخ 543

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ11

58-11 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته وویل شي: تاسو په مجلس كې ځاى ارت كړئ، نو تاسو ځاى ارت كړئ، الله به تاسو ته ځاى ارت كړي او كله چې تاسو ته وویل شي چې (كوم نېك كار ته) پورته شئ، نو پورته شئ، الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى
58:12جزء 28 · مخ 544

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ12

58-12 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له رسول سره پټه خبره كول غواړئ، نو تاسو له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقه وړاندې كړئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دي، نو كه تاسو (صدقه) ونه مومئ، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
58:13جزء 28 · مخ 544

أَأَشْفَقْتُمْ أَنْ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ ۚ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ13

58-13 ایا تاسو له دې نه ووېرېدئ چې له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقې وړاندې كړئ، نو كله چې تاسو (دا كار) ونه كړ او الله پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او الله په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى
58:14جزء 28 · مخ 544

۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ14

58-14 ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې له داسې قوم سره دوستي كوي چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، دغه كسان (منافقان) نه ستاسو څخه دي او نه له هغوى (كافرانو) څخه دي او دوى په دروغو باندې قسمونه خوري، حال دا چې دوى پوهېږي
58:15جزء 28 · مخ 544

أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ15

58-15 الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه
58:16جزء 28 · مخ 544

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ16

58-16 دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى (خلق) د الله له لارې نه منع كړل، نو د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى
58:17جزء 28 · مخ 544

لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ17

58-17 د دوى لپاره به د الله په مقابله كې نه د دوى مالونونه هېڅ شى پكار راشي او نه د دوى اولادونه، دغه كسان د اور ملګري دي دوى به په هغه كې تل تر تله وي
58:18جزء 28 · مخ 544

يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ ۖ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ18

58-18 (یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، نو دوى به هغه (الله) ته قسمونه خوري، لكه څنګه چې تاسو ته قسمونه خوري او دوى به ګمان كوي چې یقینًا دوى په یو (نفعمن) شي (لار) باندې دي، خبردار شئ! بېشكه هم دوى دروغجنان دي
58:19جزء 28 · مخ 544

اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ19

58-19 په دوى باندې شیطان غالب شوى دى، نو هغه له دوى نه د الله ذكر هېر كړى دى، دغه كسان د شیطان لښكر دى، خبردار شئ! بېشكه د شیطان لښكر (چې دى)، هم دوى زیان كاران دي
58:20جزء 28 · مخ 544

إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَٰئِكَ فِي الْأَذَلِّينَ20

58-20 بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دغه كسان په ډېر زیاتو ذلیلو (خلقو) كې دي
58:21جزء 28 · مخ 544

كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ21

58-21 الله لیكلي دي چې خامخا (او) لازمًا به زه غالب كېږم او زما رسولان، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى
58:22جزء 28 · مخ 545

لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ22

58-22 ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول، دغه كسان د الله لښكر دى اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي

د سورت له پیل څخه وغږوئ