سورة النجم

سورت 53 · مکي · 62 آیتونه

53:1جزء 27 · مخ 526

وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ1

53-1 قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي
53:2جزء 27 · مخ 526

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ2

53-2 ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى
53:3جزء 27 · مخ 526

وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ3

53-3 او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي
53:4جزء 27 · مخ 526

إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ4

53-4 نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي
53:5جزء 27 · مخ 526

عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَىٰ5

53-5 ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى
53:6جزء 27 · مخ 526

ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَىٰ6

53-6 چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ
53:7جزء 27 · مخ 526

وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَىٰ7

53-7 او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و
53:8جزء 27 · مخ 526

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ8

53-8 بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو
53:9جزء 27 · مخ 526

فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ9

53-9 نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې
53:10جزء 27 · مخ 526

فَأَوْحَىٰ إِلَىٰ عَبْدِهِ مَا أَوْحَىٰ10

53-10 نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه
53:11جزء 27 · مخ 526

مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَىٰ11

53-11 د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل
53:12جزء 27 · مخ 526

أَفَتُمَارُونَهُ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ12

53-12 ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني
53:13جزء 27 · مخ 526

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ13

53-13 او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى
53:14جزء 27 · مخ 526

عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَىٰ14

53-14 له سدرۃة المنتهٰى سره
53:15جزء 27 · مخ 526

عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَىٰ15

53-15 دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى
53:16جزء 27 · مخ 526

إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ16

53-16 كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله
53:17جزء 27 · مخ 526

مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ17

53-17 سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ
53:18جزء 27 · مخ 526

لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَىٰ18

53-18 یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې
53:19جزء 27 · مخ 526

أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ19

53-19 نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى
53:20جزء 27 · مخ 526

وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ20

53-20 او منات دریم، د بېخي وروستني
53:21جزء 27 · مخ 526

أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْأُنْثَىٰ21

53-21 ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ
53:22جزء 27 · مخ 526

تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَىٰ22

53-22 دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى
53:23جزء 27 · مخ 526

إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدَىٰ23

53-23 دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى
53:24جزء 27 · مخ 526

أَمْ لِلْإِنْسَانِ مَا تَمَنَّىٰ24

53-24 ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي
53:25جزء 27 · مخ 526

فَلِلَّهِ الْآخِرَةُ وَالْأُولَىٰ25

53-25 نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي
53:26جزء 27 · مخ 526

۞ وَكَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَىٰ26

53-26 او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي
53:27جزء 27 · مخ 527

إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنْثَىٰ27

53-27 بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي
53:28جزء 27 · مخ 527

وَمَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ ۖ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا28

53-28 حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى
53:29جزء 27 · مخ 527

فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلَّىٰ عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا29

53-29 نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي
53:30جزء 27 · مخ 527

ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِنَ الْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَىٰ30

53-30 دا د دوى د علم انتها ده، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى
53:31جزء 27 · مخ 527

وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى31

53-31 او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده
53:32جزء 27 · مخ 527

الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ32

53-32 هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى
53:33جزء 27 · مخ 527

أَفَرَأَيْتَ الَّذِي تَوَلَّىٰ33

53-33 ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه)
53:34جزء 27 · مخ 527

وَأَعْطَىٰ قَلِيلًا وَأَكْدَىٰ34

53-34 او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال)
53:35جزء 27 · مخ 527

أَعِنْدَهُ عِلْمُ الْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰ35

53-35 ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي
53:36جزء 27 · مخ 527

أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَىٰ36

53-36 بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي
53:37جزء 27 · مخ 527

وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّىٰ37

53-37 او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده
53:38جزء 27 · مخ 527

أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ38

53-38 چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی
53:39جزء 27 · مخ 527

وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ39

53-39 او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى
53:40جزء 27 · مخ 527

وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَىٰ40

53-40 او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي
53:41جزء 27 · مخ 527

ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَىٰ41

53-41 بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله
53:42جزء 27 · مخ 527

وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الْمُنْتَهَىٰ42

53-42 او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي
53:43جزء 27 · مخ 527

وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ43

53-43 او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي
53:44جزء 27 · مخ 527

وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا44

53-44 او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي
53:45جزء 27 · مخ 528

وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَىٰ45

53-45 او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي
53:46جزء 27 · مخ 528

مِنْ نُطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ46

53-46 له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي
53:47جزء 27 · مخ 528

وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَىٰ47

53-47 او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول
53:48جزء 27 · مخ 528

وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ48

53-48 او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي
53:49جزء 27 · مخ 528

وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَىٰ49

53-49 او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى
53:50جزء 27 · مخ 528

وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَىٰ50

53-50 او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي
53:51جزء 27 · مخ 528

وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَىٰ51

53-51 او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل
53:52جزء 27 · مخ 528

وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ52

53-52 او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو
53:53جزء 27 · مخ 528

وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ53

53-53 او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول
53:54جزء 27 · مخ 528

فَغَشَّاهَا مَا غَشَّىٰ54

53-54 نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ
53:55جزء 27 · مخ 528

فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ55

53-55 نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې
53:56جزء 27 · مخ 528

هَٰذَا نَذِيرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولَىٰ56

53-56 دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى
53:57جزء 27 · مخ 528

أَزِفَتِ الْآزِفَةُ57

53-57 قیامت ډېر نژدى راغى
53:58جزء 27 · مخ 528

لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ58

53-58 دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته
53:59جزء 27 · مخ 528

أَفَمِنْ هَٰذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ59

53-59 ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ
53:60جزء 27 · مخ 528

وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ60

53-60 او خاندئ او نه ژاړئ
53:61جزء 27 · مخ 528

وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ61

53-61 او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ)
53:62جزء 27 · مخ 528

فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ۩62

53-62 نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ

د سورت له پیل څخه وغږوئ

محمد أيوب - سورة النجم · Tlawati